کورونا وایروس د چین نور ښاریز هم وژلي دي
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د کورونا خطرناک وایروس له کبله تراوسه د وژل شویو کسانو شمیر اته سوه دیارلسو (۸۱۳) ته رسیدلی دی .
په چین کښې د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر په ټوله نړۍ کښې د سارس وایروس له کبله د وژل شویو کسانو له شمیر څخه زیات دی .
په چین کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوس شپږدیرش زره او شپږ سوه درې نوي (۳۶۶۹۳) کسانو ته رسیدلی دی .
کورونا وایروس لومړۍ د چین په ووهان ښار کښې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې خپور شوی او بیا د نړۍ لسګونو هیوادونو ته خپور شوی .
د ویلو ده چې په دوه زره دوهم (۲۰۰۲) او دوه زره دریم (۲۰۰۳) میلادي کلونو کښې د سارس وایروس له کبله په ټوله نړۍ کښې اوه سوه څلوراویا (۷۷۴) کسان وژل شوي او اته زره نور (۸۰۰۰) ناروغه شوي وو .
سارس وایروس هغه وخت شپږویشتو (۲۶) هیوادونو ته خپور شوی وو او پینځه څلویښت (۴۵) فیصده وژل شوي کسان د چین ښاریز وو .