د پلاستیکي کڅوړو کارول د چاپیریال د ککړتیا لامل دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87921-د_پلاستیکي_کڅوړو_کارول_د_چاپیریال_د_ککړتیا_لامل_دي
د چاپیریال ساتنې کارپوهان د چاپیریال د ککړتیا لامل د ځنګلونو له منځه وړل او له پلاستیکي کڅوړو استفاده ګڼي. دوی وايي د هوا ککړتیا نه یوازې د انسان بلکې د ټولو ژوندیو موجوداتو په ژوند ناوړه اغیزه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 07:34 Asia/Kabul
  • د پلاستیکي کڅوړو کارول د چاپیریال د ککړتیا لامل دي

د چاپیریال ساتنې کارپوهان د چاپیریال د ککړتیا لامل د ځنګلونو له منځه وړل او له پلاستیکي کڅوړو استفاده ګڼي. دوی وايي د هوا ککړتیا نه یوازې د انسان بلکې د ټولو ژوندیو موجوداتو په ژوند ناوړه اغیزه کوي.

د پلاستیک د کارولو د زیانونوپه اړه  په تخار کې کنفرانس جوړ شو. د کنفرانس جوړونکی وايي موخه یې داده چې خلک د پلاستیک د زیانونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. که څه هم په تخار کې چاپیریال او هوا لږه ککړه ده، خو د ښځو د پرمختیا او ودې موسسې په تخار کې د پلاستیک د ستونزو او چاپیریال ته د هغه د زیانونو په اړه کنفرانس جوړ کړی دی. د کنفرانس جوړونکي وايي موخه یې داده چې هوا او چاپیریال ککړ نه شي او خلک باید د پلاستیکي کڅوړو پرځای له کاغذ او ټوکر څخه استفاده وکړي.
د چاپیریال ساتنې کارپوهان د چاپیریال د ککړتیا لامل د ځنګلونو له منځه وړل او له پلاستیکي کڅوړو استفاده ګڼي. دوی وايي د هوا ککړتیا نه یوازې د انسان بلکې د ټولو ژوندیو موجوداتو په ژوند ناوړه اغیزه کوي.
د تخار د چاپیریال ساتنې رییس حبیب الله حبیبی دا ستونزې مني او له خلکو غواړي چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي. د کنفرانس جوړونکي وايي د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي په موخه برنامې په پام کې لري او ژر به د پلاستیکي کڅوړو پرځای د کاغذي کڅوړو او ټوکر د دودولو کمپاین پیل کړي.