د ټرمپ د جنګی اختیاراتو کنټرولول د امریکا په ګټه دي
میرمن پلوسي زیاته کړې ،له کانګرس سره له مشورې پرته له ایران سره په غلیمانه ښکیلیدا مشتمله د ولسمشر بې ملاحظه فیصله ، هماغه راز د ډيپلوماټانو، پوځيانو او د نورو ژوند له خطرې سره مخامخوي .
زمونږخبریال د امریکا د کانګرس دخبری سایټ له قوله راپور راکړ د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي ،د ایران په باب د امریکا د ولمسشر د جنګي اختیاراتو د مدحدودونکي پریکړه لیک په غبرګون کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،د امریکا مشرانو جرګېد جنګي اختیاراتو په باب د پریکړه لیک په تصویبولو سره،د کانګرس ترڅنګ په هغو مسئولیّت چې مونږ ئېد امریکا د کانګرسپه توګه په غاړه لرو ، عمل کړی او دا د امریکا دولس د امنیت ساتل دي .
میرمن پلوسي زیاته کړې ،له کانګرس سره له مشورې پرته له ایران سره په غلیمانه ښکیلیدا مشتمله د ولسمشر بې ملاحظه فیصله ، هماغه راز د ډيپلوماټانو، پوځيانو او د نورو ژوند له خطرې سره مخامخوي .
هغې په اعلامیې کې وئيلی دي ، اوس د ایران د غچ اخستونکي حملې له امله څه دپاسه سلو امریکائي عسکرو په مغزو کې ګړبړ راغلی دی ، خو ډونالډټرمپ ، د جنګ له امله جدی تاوانونه ، یوازې د سردرد ګڼي او وائي چې دا موضوع جدي نه ده .
د امریکا د کانګرس مشرې روښانه کړې ده،ولسمشر باید د کانګرس او دامریکا د ولس غوښتنې ته غوږ کیږدي او له کانګرس سره د تاؤتریخوالی د کمولو دسټراټژۍ په سر چې د امریکایانو دژوند اوګټوساتنه کوي ،تعامل ولري ، ځکه امریکا او نړۍ نوره د جنګ زغم نه لري .
د ایران په باب د ټرمپ د جنګي اختیاراتو دکمولو پریکړه لیک بیګا د امریکاپه مشرانو جرګې کې د ۴۵منفی رایو په مقابل کې په ۵۵مثبتو رایو سره تصویب شوی دی.