د بریښنایي وسایلو استعمال ماشومانو ته کومې ستونزې رامنځته کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87979-د_بریښنایي_وسایلو_استعمال_ماشومانو_ته_کومې_ستونزې_رامنځته_کوي
په پایله کې څرګنده شوه، هغه ماشومان چې بریښنایي توکي یې استعمال کړي او سترګې یې بېلا بېلو سکرینونو وهلي، په دوی کې د نورو په پرتله ...
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2020 14:15 Asia/Kabul
  • د بریښنایي وسایلو استعمال ماشومانو ته کومې ستونزې رامنځته کوي؟

په پایله کې څرګنده شوه، هغه ماشومان چې بریښنایي توکي یې استعمال کړي او سترګې یې بېلا بېلو سکرینونو وهلي، په دوی کې د نورو په پرتله ...

تازه ترسره شوې فرانسوۍ څیړنه وایي، ځينې والدین د خپلو ماشومانو غلي کولو او ساتیرۍ لپاره خپل بریښنایي وسایل دوی ته ورکوي، مګر دغو سکرینونو ته کتلو سره ددوی د ژبې او خبرې په ودې کولو کې ستونزې موندل کیږي.
د رین پوهنتون څیړونکو یوه مفصله څیړنه ترسره کړه چې په کې د ۱۶۷ داسې ماشومانو چې د ژبې او خبرو ستونزو تشخیص یې کړی و او عمرونه یې د ۳ او ۶ کلونو ترمنځ و، شامل و.
ددوی سره په پرتله کې ۱۰۹ نور داسې ماشومان چې د هیڅ کوم ژبپوهني او خبرو ستونزو سره نه و مخ شوي څیړنه ترسره کړه.
په پایله کې څرګنده شوه، هغه ماشومان چې بریښنایي توکي یې استعمال کړي او سترګې یې بېلا بېلو سکرینونو وهلي، په دوی کې د نورو په پرتله د ژبې او خبرو کولو ستونزې ۳ چنده زیاتې موندل شوي دي.
څیړونکو موندلې هغه ماشومان چې د سکرین مخې ته که څه هم لږه موده وخت تیروي خو د امکان تر حده د ژبې ستونزو سره مخ کیږي.
په دې ژبپوهنې ستونزو کې د نورو ژبو زده کول نه دي شامل، ځکه چې دا جنیتکي او عصبي عوامل لري، بلکې هغه مهال چې د عادت له مخې ماشوم خپله ژبه زده کوي شامل دي.
هغه ماشومان چې بریښنایي وسایل کاروي او د والدینو له نظارت پرته بریښنایي مینځپانګې ګوري، په دوی کې د ژبې ګډوډيدو خطر شپږ چنده د نورو په پرتله زیات وي.
په بریښنایي وسایلو کې یوازې ځيرک موبایل نه، بلکې په دې کې تلویزون، ځیرک موبایل، ټابلیټ، کمپیوټر، لیپټاپ او نور بريښنایي توکي شامل دي.. پخواني څیړنو هم د ماشومانو لپاره د بریښنایي وسایلو استعمال له ګڼ شمېر اړخو زیانمن ګڼلی او په دې اړه یې خبرداری ورکړی دی.