د نړیوالې ایټمي موافقې ساتلو ته ژمن یوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87991-د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_ساتلو_ته_ژمن_یوو
د نړیوالې ایټمي موافقې د اختلاف د حل دلارو چارو د فعالولو په باب د اروپایانو داقدام په غبرګون کې خبرداری ورکړی ،که دایران ایټمي دوسیه د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي ، نو ایران به له این پي ټي تړونه وتل مطرح کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2020 08:43 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې ساتلو ته ژمن یوو

د نړیوالې ایټمي موافقې د اختلاف د حل دلارو چارو د فعالولو په باب د اروپایانو داقدام په غبرګون کې خبرداری ورکړی ،که دایران ایټمي دوسیه د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي ، نو ایران به له این پي ټي تړونه وتل مطرح کړي .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ ، داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول  جوزف بورل بیګا دمونیخ دامنیتي کنفرانس په څنډې کې د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره له کتنې وروسته  پخپل یوه ټولینز پیغام کې وئيلي دي د غږملونکي مسئول په مقام ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د ژوندۍ ساتلو او د درستو لورو د استدلال آوریدو ته ژمن دی .

 د ایران اسلامی جمهوریت  د مئ له اتمې نیټې راپه دې خوا یعني د  امریکا د ژمنتیاؤ دماتولو او د اروپائي لورو د بدعهدیو له یوه کال وروسته ، په جامعې نړیوالې ایتمي موافقې کې دخپلو ژمنتیاؤ په  اجرا کې خپلې ژمنتیاوې ګام په ګام کمې کړي دي .

 د اسلامی ایران چاروتاکو ټينګار کړی ، که د امریکا د یو اړخیزو بندیزونوپه مقابل  ااو  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له ګټو څخه  د تهران د په برخمنیدا کې اروپایان  کافي او اغیز شیندونکي عملی اقدامات  وړي ،نو  تهران  د ایټمي موافقې د مادو په اساس  خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته ستنیږي .

 تهران په عین حال کې د نړیوالې ایټمي موافقې  د اختلاف د حل  دلارو چارو د فعالولو په باب د اروپایانو داقدام په غبرګون کې خبرداری ورکړی ،که  دایران ایټمي دوسیه  د ملګروملتو  امنیت شورا ته وړاندې شي ، نو  ایران به له این پي ټي تړونه وتل مطرح کړي . البته جوزف بورل  باؤري دی ، دغه لاره  چاره تر دې دمه  په رسمي توګه فعاله شوي نه ده .