د نړیوالې ایټمي موافقې ساتلو ته ژمن یوو
د نړیوالې ایټمي موافقې د اختلاف د حل دلارو چارو د فعالولو په باب د اروپایانو داقدام په غبرګون کې خبرداری ورکړی ،که دایران ایټمي دوسیه د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي ، نو ایران به له این پي ټي تړونه وتل مطرح کړي .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ ، داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل بیګا دمونیخ دامنیتي کنفرانس په څنډې کې د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره له کتنې وروسته پخپل یوه ټولینز پیغام کې وئيلي دي د غږملونکي مسئول په مقام ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ژوندۍ ساتلو او د درستو لورو د استدلال آوریدو ته ژمن دی .
د ایران اسلامی جمهوریت د مئ له اتمې نیټې راپه دې خوا یعني د امریکا د ژمنتیاؤ دماتولو او د اروپائي لورو د بدعهدیو له یوه کال وروسته ، په جامعې نړیوالې ایتمي موافقې کې دخپلو ژمنتیاؤ په اجرا کې خپلې ژمنتیاوې ګام په ګام کمې کړي دي .
د اسلامی ایران چاروتاکو ټينګار کړی ، که د امریکا د یو اړخیزو بندیزونوپه مقابل ااو د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له ګټو څخه د تهران د په برخمنیدا کې اروپایان کافي او اغیز شیندونکي عملی اقدامات وړي ،نو تهران د ایټمي موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته ستنیږي .
تهران په عین حال کې د نړیوالې ایټمي موافقې د اختلاف د حل دلارو چارو د فعالولو په باب د اروپایانو داقدام په غبرګون کې خبرداری ورکړی ،که دایران ایټمي دوسیه د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي ، نو ایران به له این پي ټي تړونه وتل مطرح کړي . البته جوزف بورل باؤري دی ، دغه لاره چاره تر دې دمه په رسمي توګه فعاله شوي نه ده .