جرمني کښې په ډزو کښې اته کسان وژل شوي
Feb 20, 2020 02:50 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په جرمني کښې د ډزو په دوو (۲) پیښو کښې تراوسه اته(۸) کسان وژل شوي دي او دیارلس(۱۳) نور ژوبل شوي هم دي .
تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او پولیسو پلټڼې پیل کړي دي .
رسنۍ وايی چې دغه پیښې د جرمني په هاناو ښار کښې په دوو (۲) ځایونو کښې شوي دي او نور جزیات یې نه دي خپاره شوي .
د جرمني ځايي رسنیو وویل امکان شته چې د ډزو په دواړو پیښو کښې یوه(۱) ډله لاس ولري .
ټیګونه