د سوریې عسکرو دوې الوتکې وغورځولې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88121-د_سوریې_عسکرو_دوې_الوتکې_وغورځولې
فارس خبري اژانس وايي د سوریې د پوځ دافع هوا بیګا په ادلب ولایت کښې د وسله والو ترهګرو ډلو دوې (۲) بې پایلوټه الوتکې نسکور کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 01:14 Asia/Kabul
  • د سوریې عسکرو دوې الوتکې وغورځولې

فارس خبري اژانس وايي د سوریې د پوځ دافع هوا بیګا په ادلب ولایت کښې د وسله والو ترهګرو ډلو دوې (۲) بې پایلوټه الوتکې نسکور کړې .

د سوریې الاخباریه ټیلي ويژن وویل دغه بې پایلوټه الوتکې د ادلب ولایت په ختیځ کښې د ادلب ښار په لویدیځ کښې په «النیرب» ښار ته نږدې نسکورې شوي دي .

ترهګرو په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د سوریې په ادلب ولایت کښې په هستوګنو سیمو بمبارې کړي دي .

ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکز دی .

امریکا ، صهونیسـټ ،  سعودي عربستان، ترکیه ،  انګلستان ، فرانسه ، بحرین ، اردن ، صهیونیسټ رژیم ، کویت  او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه هڅه کوي چې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو ډلو د ماتي مخه ونیسي او دغه ډلې له سره منظمې کړي او ورسره پوځي ،مالي او استخباراتي مرستې وکړي .