د سوریې عسکرو دوې الوتکې وغورځولې
Feb 22, 2020 01:14 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د سوریې د پوځ دافع هوا بیګا په ادلب ولایت کښې د وسله والو ترهګرو ډلو دوې (۲) بې پایلوټه الوتکې نسکور کړې .
د سوریې الاخباریه ټیلي ويژن وویل دغه بې پایلوټه الوتکې د ادلب ولایت په ختیځ کښې د ادلب ښار په لویدیځ کښې په «النیرب» ښار ته نږدې نسکورې شوي دي .
ترهګرو په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د سوریې په ادلب ولایت کښې په هستوګنو سیمو بمبارې کړي دي .
ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکز دی .
امریکا ، صهونیسـټ ، سعودي عربستان، ترکیه ، انګلستان ، فرانسه ، بحرین ، اردن ، صهیونیسټ رژیم ، کویت او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه هڅه کوي چې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو ډلو د ماتي مخه ونیسي او دغه ډلې له سره منظمې کړي او ورسره پوځي ،مالي او استخباراتي مرستې وکړي .
ټیګونه