اروپائي اتحاديې د صهيونېسټ رژيم ښارګي جوړونه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88161-اروپائي_اتحاديې_د_صهيونېسټ_رژيم_ښارګي_جوړونه_وغندله
د اروپا اتحاديې د بهرني سياست مسئول جوزپ بورل په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د ښارګي جوړونې دوام وغندۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2020 08:12 Asia/Kabul
  • اروپائي اتحاديې د صهيونېسټ رژيم ښارګي جوړونه وغندله

د اروپا اتحاديې د بهرني سياست مسئول جوزپ بورل په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د ښارګي جوړونې دوام وغندۀ.

د ايرنا د رپوټ له مخې جوزپ بورل په يوې بيانيې کښې له صهيونېسټ رژيم وغوښتل په نيواکي زمکو کښې د ښارګي جوړونې د دوام په اړه خپل پروګرامونه ختم کړي.

بورل د صهيونېسټ رژيم ښارګي حوړونه غېرقانوني وبلله او وې ويل: اروپائي اتحاديه به هيڅکله په نيواکي زمکو کښې جغرافيائي بدلونونه په رسميت ونه پېژني.

د اروپا د بهرني سياست د مشر له بيانيې سره په يو وخت اېټاليا، فرانسې، جرمي او ائرلېنډ هم په بيلا بيله توګه د صهيونېسټ رژيم ښارګي جوړونه وغندله.

د صهيونېسټ رژيم د کور جوړونې وزارت د صهيونېسټ مېشته ښارګيو ښارواليو د تېرې چارشنبې په ورځ د نيواکي قدس شريف په شمال کښې د نهو زرو صهيونېسټ مېشته کورونو د جوړولو لپاره يو پلان وړاندې کړ.

د ملګرو ملتو د امنيت شورا د 2016 کال د دسمبر په ۲۳ نېته په 2334 پرېکړليک کښې له صهيونېسټ رژيمه وغوښتل چې د فلسطين په نيواکي زمکو کښې دې د ښارګي جوړونې ټول فعاليتونه اودروي خو دغه رژيم د امريکې تر ملاتړ لاندې او د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته بې له پامه هم هغه شان ښارګي جوړونې ته دوام ورکوي.