کورونا وایروس د چین ترټولو ستر کړکیچ دی
ایرنا خبري اژانس وايي د چین ولسمشر شي جین پینګ پرون د هیواد د لوړرتبه چارواکو او مشرانو په غونډې کښې په وینا کښې کورونا وایروس یو (۱) کړکیچ او په عین حال کښې د چین لپاره یو (۱)ازمیښت وباله او ویې زیاته یې کړه دا د پیکینګ لپاره ستره تجربه وه چې په راتلونکي کښې له دا ډول مشکلاتو او کړکیچونو سره د مقابلې لپاره چمتو ووسي .
د چین ولسمشر زیاته کړه له ۱۹۴۹ میلادي کال راهسې چې چین جوړ شو دغه هیواد هیڅکله د کورونا په شان له روغتیایې کړکیچ سره نه وو مخامخ شوی .
هغه په دې خبرې اعتراف سره چې د کورونا وژونکي وایروس خپریدا ته په غبرګون کښې یوشمیر کمزورتیا شته وویل له هغو ټولو چیلنجونو سره سره چې د کورونا وایروس خپریدا رامینځته کړل د دغه ستونزې په هکله د چین د واکمن ګوند جاجونې دقیقې او د هغه لپاره غوره شوي تدبیرونه اغیزشیندونکي او په موقع وو .
د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل کورونا وایروس به کنټرول شي او د هیواد اقتصاد به عادي مدار ته بیرته ورستون شي .