امریکا د ایران پرضد نور اقدامات هم ترسره کوي
Feb 24, 2020 06:09 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو له «واشنګټن فري بیکن» مجلې سره په مرکه کښې په نویو لاپو وهلو کښې له ایران سره د مقابلې او د نړیوالو بایکاټونو بیرته ستنولو لپاره د ولسمشر ټرمپ او د واشنګټن د حکومت د پراخ پلان خبر ورکړ .
هغه وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت په ټولې لویدیځې اسیا کښې د ایران د نفوذ له زیاتیدا سره د مقابلې کولو په هدف سره څو اړخیزه هڅه پیل کړي ده چې د تهران پرضد د نړیوالو بایکاټونو د بیرته ستنیدل هم پکښې شامل دي .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو زیاته کړه دغه پلان اټومي تړون ته نهايي وژونکی ګوزار ورکوي خو په عین حال کښې یې اعتراف وکړ چې اروپا اوس هم د اټومي تړون ملاتړ کوي او له واشنګټن سره غږمله نه دي .
ټیګونه