امریکا د نورو هیوادونو پرضد هم اقدامات وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88237-امریکا_د_نورو_هیوادونو_پرضد_هم_اقدامات_وکړل
ایرنا خبري اژانس وايي امریکا په روسیې ، چین ، عراق او ترکیې کښې دیارلس(۱۳) کسان او ادارې د ایران له توغندوي پروګرام څخه د ملاتړ په پلمه بایکاټ کړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 26, 2020 05:59 Asia/Kabul
  • امریکا د نورو هیوادونو پرضد هم اقدامات وکړل

ایرنا خبري اژانس وايي امریکا په روسیې ، چین ، عراق او ترکیې کښې دیارلس(۱۳) کسان او ادارې د ایران له توغندوي پروګرام څخه د ملاتړ په پلمه بایکاټ کړې .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو پرون وویل چې واشنګټن په روسیه ، چین ، عراق او ترکیې کښې دیارلس (۱۳) کسان او ادارې د ایران د توغندوي پروګرام د ملاتړ په دلیل بایکاټوي .

هغه ادعا وکړه چې دغه بایکاټونه د ایران د شمالي کوریا او د سوریې د وسلو د نه پراختیا د قانون پراساس اعمال شوي او پکښې پینځه(۵) نوي  کسان او ادارې شاملیږي .

امریکا په ۲۰۱۸میلادي کال کښې له اټومي تړون په غیر قانوني ډول وتلو وروسته د ایران پرضد د زیات دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه اقدامات  پیل کړي دي خو نه ده توانیدلي چې د خپلو زور ویونکو غوښتنو په تپلو کښې خپل هدف ته ورسیږي .