د سوریې عسکرو له ترهګرو درې کلي ازاد کړل
Feb 27, 2020 01:22 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي خبري سرچینو بیګا د سوریې د پوځ لخوا د ادلب ولایت په جنوب کښې د دریو (۳) نورو کلیو د ازادیدا خبر ورکړ .
د لبنان المیادین ټیلي ويژن وویل د سوریې پوځ پرون د ادلب ولایت په جنوب کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بریالی شو کرسعا ، الملاجه او فطیره کلي د ترهګرو له نیواک څخه ازاد کړي .
د سوریې پوځ په تیرو ورځو کښې هم بریالی شوی وو د ادلب ولایت په جنوب کښې څو کلي او سیمې د ترهګرو له نیواک څخه ازادې کړي .
سعودي عربستان ، امریکا، انګلستان ، فرانسه ، متحده عربي امارات، بحرین ، صهیونیسټ رژيم ، اردن ، کویت او ځینې نور عرب هیوادونه هڅه کوي چې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو د ماتي خوړلو مخه ونیسي .
دغه هیوادونه په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې وسله والې ، مالي او پوځي مرستې کوي .
ټیګونه