روسیه به د ایران پرضد د امریکا د اقدام مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88262-روسیه_به_د_ایران_پرضد_د_امریکا_د_اقدام_مخه_ونیسي
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل بوګدانوف د امریکا لخوا د ایران ضد بایکاټونه غیرقانوني وبلل او ویې ویل ماسکو به د تهران پرضد د ملګروملتونو د بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره له هر ډول هڅې سره مخالفت وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2020 01:41 Asia/Kabul
  • روسیه به د ایران پرضد د امریکا د اقدام مخه ونیسي

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل بوګدانوف د امریکا لخوا د ایران ضد بایکاټونه غیرقانوني وبلل او ویې ویل ماسکو به د تهران پرضد د ملګروملتونو د بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره له هر ډول هڅې سره مخالفت وکړي .

هغه له ایران سره د ملګرتیا کولو په دلیل د ځینو هیوادونو پرضد د امریکا بایکاټونه وغندل او هغه یې غیر قانوني وبلل .

بوګدانوف زیاته کړه روسیه به د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو له بیرته ستنیدا سره مخالفت وکړي او زیاته یې کړه  ملګري ملتونه باید د ځینو هیوادونو لوبتکه ونه وسي .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وړمه ورځ وویل چې واشنګټن په چین، عراق ، روسیې او ترکیې کښې په دیارلسو (۱۳) کسانو او ارګانونو بایکاټونه لګولي دي .