امریکا د عراق د حزب الله د مشر پرضد بندیز ولګاوه
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د خزانې وزارت بیګا په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د عراق د حزب الله د مشر پرضد د بایکاټ د لګولو خبر ورکړ .
د امریکا خزانې وزارت وویل د عراق د حزب الله د غونډونو د مشر احمد الحمداوي پرضد یې بایکاټ لګولی دی .
امریکا په تیرو څو کلونو کښې د بایکاټ لګولو په نشې اخته شوي ده
څه موده مخکې د عراق د حزب الله د غونډونو ویاند جعفر الحسیني ویلي وو له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو لپاره هڅې دوام لري او د مقاومت ځواکونه د دغه هدف د تحقق لپاره په ضروري لارو چارو باندې د غور کولو په حال کښې دي .
د بغداد په هوايي ډګر کښې د امریکا د ترهګر حکومت لخوا د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي ځواک د نائب رئیس ابو مهدي المهندس له ناځوانمردانه ټرور وروسته د عراق پارلمان د جنورۍ په پینځمه (۵) نیټه له عراق څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو پلان تصویب کړ .