د امریکا ظالمانه بندیزونه د ایران خلکو ته ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88283-د_امریکا_ظالمانه_بندیزونه_د_ایران_خلکو_ته_ګواښ_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال محسن بهاروند پرون په جینیوا کښې د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ له مشر پیټر ماویر (Peter Mawyer') سره په کتنې کښې د امریکا ظالمانه او غیر انساني بایکاټونه د ایران د خلکو د سلامتیت د امنیت پرضد ګواښ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2020 00:27 Asia/Kabul
  • د امریکا ظالمانه بندیزونه د ایران خلکو ته ګواښ دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال محسن بهاروند پرون په جینیوا کښې د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ له مشر پیټر ماویر (Peter Mawyer') سره په کتنې کښې د امریکا ظالمانه او غیر انساني بایکاټونه د ایران د خلکو د سلامتیت د امنیت پرضد ګواښ وباله .

هغه درملو ته په لاسرسي کښې د ایران پرضد د امریکا د غیرانساني او د ظالمانه بایکاټونو اړخونه بیان کړل .

بهاروند دغه راز د کورونا ویروس د کنټرولولو او ورسره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا غوره شوي اقدامات او تدبیرونه هم بیان کړل .

د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ مشر پیټر ماویر هم د ایران او د دغه کمیټۍ نږدې ملګرتیاو ته په اشارې سره وویل ایران ته د بشر دوستانه مرستو د استولو د اسانتیا لپاره به هڅه ترسره شي .