اسرائیلو د سوریې په قنیطره سیمې برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88292-اسرائیلو_د_سوریې_په_قنیطره_سیمې_برید_وکړ
زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ رژیم جنګي هیلي کوپټرونو نن سهار وختي د سوریې په جنوب کښې په قنیطره ولایت برید وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2020 03:08 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د سوریې په قنیطره سیمې برید وکړ

زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ رژیم جنګي هیلي کوپټرونو نن سهار وختي د سوریې په جنوب کښې په قنیطره ولایت برید وکړ .

د صهیونیسټ رژیم هیلي کوپټرو په قنیطره ولایت کښې په القحطانیه  او  الحریه  سیمو او قنیطره ښار کښې د سوریې د پوځ په مرکزونو حملې وکړې  چې له کبله یې درې (۳) حکومتي عسکر ژوبل شوي دي .

صهیونیسټ رژيم تل د ترهګرو د ملاتړ او حمایت لپاره د سوریې د پوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو بریدونه کوي .