امریکا او طالبان نن د سولې موافقه لاسلیک کوي
زمونږخبریال راپور راکړی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې (۱)سرچیني وویل ټاکل شوې چې د شاوخوا دیرشو (30) هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي.
دا تړون نن د قطر په دوحه کې لاسلیک کیږي .
د دې تړون لاسلیک به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار برابره او ورپسې به د سولې د بهیر بل پړاو یا بین الافغاني خبرې پيل شي.
تر اوسه دې تړون ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي خو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بهیر کې یوه ()بله ښکېله سرچینه وايي، ددې تړون له لاسلیک وروسته به د تاوتریخوالي د کمېدو بل پړاو پیل شي او ورسره به په دوو(2) اونیو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په یوه(1) اروپايي هېواد کښې بشپړ چمتووالی ونیول شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون به نن (د فبرورۍ ۲۹ )له غرمې وروسته لاسلیک شي."
د ښاغلي شاهین په خبره، په دې غونډه کې به د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا ځانګړي استازي او د نړیوالې ټولنې استازي ګډون وکړي.
ښاغلی شاهین زیاتوي، ددې تړون په بنسټ به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او هېچاته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادو پر ضد ګټه واخلي.