د هند حکومت دې د افراطي هندوانو مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88456-د_هند_حکومت_دې_د_افراطي_هندوانو_مخه_ونیسي
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ددې خبرې په کولو سره چې په هندوستان کې د مسلمانانو په وژلې دنړۍ د مسلمانانو زړونه داغدار شوي ،ټینګار کړی ، هندي حکومت باید د افراطي هندوانو او دهغوي دپلوي ګوندونو په مقابل کې ودریږي او دمسلمانانو د وژلو په درولو سره دې په اسلامی نړۍ کې دخپلې منزوي کیدا مخنیوي وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2020 13:15 Asia/Kabul
  •   د هند حکومت دې د افراطي هندوانو مخه ونیسي

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ددې خبرې په کولو سره چې په هندوستان کې د مسلمانانو په وژلې دنړۍ د مسلمانانو زړونه داغدار شوي ،ټینګار کړی ، هندي حکومت باید د افراطي هندوانو او دهغوي دپلوي ګوندونو په مقابل کې ودریږي او دمسلمانانو د وژلو په درولو سره دې په اسلامی نړۍ کې دخپلې منزوي کیدا مخنیوي وکړي .

 زمونږخبریال د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د آ ثارو د نشر اوحفط ددفتر انټرنیټي سایټ  له قوله راپورراکړ د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دهندوستاند مظلومو مسلمانانو  وژله محکومه کړې ده .

 حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ددې خبرې په کولو سره  چې   په هندوستان کې د مسلمانانو په وژلې دنړۍ د مسلمانانو زړونه  داغدار شوي ،ټینګار کړی ،  هندي حکومت باید  د افراطي هندوانو  او دهغوي دپلوي ګوندونو په مقابل کې ودریږي او  دمسلمانانو د وژلو په درولو سره دې  په اسلامی نړۍ کې  دخپلې منزوي کیدا مخنیوي وکړي .

د هندوستان دښاریزتوب د قانون اصلاح  د  تیر کال د دسمبر په یولسمه نیټه   دهند په پآرلیمان کې تصویب شو . ددغه قانون په اساس  په هندوستان کې د بنګله دیش ،افغانستان،  او پاکستان کډوال  چې  له ۲۰۱۵کال څخه له باؤري مدرکونو پرته  دغه هیواد ته وارد شوي دي ، هندي تبعَیت ترلاسه کولی شي  ، خو په دغه قانون کې مسلمانان نه شاملیږي .

 په  عین حال کې  افراطي هندوانو  په مسلمانانو باندې به بوږنونکو یرغلونو سره ،  دنوي ډیلي په شمال ختیځ کې  جوماتونه  سوزولي  یا نړیوالي دي  او په مسلمان میشته کوڅو کې ئې بوږنونکي  جنایتونه کړي دي . 

 دهندي  چارواکو په وسیله داعلان شوو احصایو په اساس ،  په تیرې یوې  اونۍ نښتو او اخ وډب کې  کابو شپږ څلویښت  کسان وژل شوي او څه دپاسه درې سوه نور ټپيان شوي دي .