په فرانسې کښې په جومات برید شوی دی
زمونږ خبریال وايي د فرانسې رسنیو بیګا په پاریس کښې په یوه (۱) جومات باندې د وسله وال کس د برید خبر ورکړ .
د فرانسې رسنیو وویل یوه (۱) وسله وال کس بیګا د پلازمینې پاریس په رو ده تنګر (rue de Tanger ) سیمه کښې په یوه جومات ډزې وکړ او له کبله یې یو(۱) لمونځ ګزار ژوبل شوی دی .
د فرانسې پولیسو د پیښې له ځاې څخه شپږ (۶) مرمې کشف کړي دي .
په فرانسې کښې په تیرو څو میاشتو کښې د مسلمانانو په جوماتونو باندې د حملو او د تیري پیښې زیاتې شوي دي .
د فرانسې مسلمانانو تراوسه په ځلونو له اسلام سره د مقابلې په اقداماتو او په اسلامي مرکزونو او جوماتونو باندې د حملو په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړي ده او د دغو مرکزونو د ساتلو لپاره یې د امنیتي تدبیرونو د زیاتیدا غوښتنه کړي ده .
د لویدیځو هیوادونو د چارواکو او د کارپيژاندو په نظر د اروپا د وروستیو ناکراریو اصلي دلیل په سوريې او عراق کښې له ترهګرو ډلو د امریکا او د اروپايي هیوادونو پراخ ملاتړونه دي .