د سوریې خلکو د امریکا عسکر شاتګ ته اړ کړل
مهر خبري اژانس وايي د سوریې په شمال ختیځ کښې د الحسکه په حوا کښې د «الکوزلیه» کلي وسیدونکو د امریکا عسکرو ته د تیریدا اجازه ورنکړه او هغوې یې شاتګ کولو ته مجبوره کړل .
د الکوزلیه کلي وسیدونکو د امریکا له نیواکګرو عسکرو سره د مخالفت په لړ کښې په هغوې د کاڼو په ویشتلو سره نیواکګر امریکایي پوځیان له دغه سیمې څخه تیریدا ته پرې نه ښودل .
تیره اونۍ هم د سوریې پوځ د الحسکه ښار په ختیځ کښې د امریکا د عسکرو د تیریدا خنډ شوی وو او هغوې یې شاتګ کولو ته مجبوره کړي وو .
بل خبردا چې د سوریې عسکرو په ادلب ولایت کښې په ازاد شوي سراقب ښار کښې ګڼ شمیر کیمیاوي مواد کشف کړي دي چې ښودنه کوي ترهګرو له دغو موادو د استفادې اراده لرله .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې وسله وال ، پوځي او استخباراتي مرستې سعودي عربستان ، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، ترکیه ،اردن ، اسرائیل متحده عربي امارات ، بحرین ، کویت او ځینې نورو عرب او اروپايي هیوادونه کوي .