دهندی مسلمانانو د وژلو په وړاندې نړیواله چپتیاافسوسناکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88558-دهندی_مسلمانانو_د_وژلو_په_وړاندې_نړیواله_چپتیاافسوسناکه_ده
د ایران عدلیې وزارت همداراز دې ته په اشارې سره چې په هند کې ښاریزو ته د تابعیّت د ورکولو په نامې سره قانون د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو له اصولو په تیره بیا د هندوستان له اساسی قانون سره په تضاد کې دی ، ددغه هیواد پر حکومت غږ کړی،ددغه توکمیز قانون د اصلاح لپاره دې اقدام وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2020 11:49 Asia/Kabul
  • دهندی مسلمانانو د وژلو  په وړاندې نړیواله  چپتیاافسوسناکه ده

د ایران عدلیې وزارت همداراز دې ته په اشارې سره چې په هند کې ښاریزو ته د تابعیّت د ورکولو په نامې سره قانون د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو له اصولو په تیره بیا د هندوستان له اساسی قانون سره په تضاد کې دی ، ددغه هیواد پر حکومت غږ کړی،ددغه توکمیز قانون د اصلاح لپاره دې اقدام وکړي .

زمونږخبریال راپورراکړ د  اسلامی ایران د عدلیې وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولوسره د مسلمانانو د وژلې په باب د ملګروملتو د  اورګانونو،نړیوالو رسندویو،دبشری حقوقو ادارو او د ډيموکراسۍ  دمدعي هیوادونو مرموزي چپتیا ته په اشارې سره وئیلي دي ،د هندوستان دبې دفاع  مسلمانانودبې احترامۍ  په تیره بیا د  مسلمانې مور او د هغې د ما شوم ژوندي ښخول  او د افراطي هندوانو   دجنایتونو لړزونکي عسکونه ، د بشری حقوقو  له معیارونو او تر ټولو لومړنیو انساني اصولو سره په توپیر لري .

 د ایران عدلیې وزارت  همداراز دې  ته په اشارې سره چې په هند کې ښاریزو ته د تابعیّت د ورکولو په نامې سره قانون  د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو له اصولو په تیره بیا د هندوستان له اساسی قانون سره  په تضاد کې دی ، ددغه هیواد پر حکومت غږ کړی،ددغه توکمیز قانون  د اصلاح لپاره دې اقدام وکړي .

د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا هم دهندي مسلمانانو د جوماتونو او مذهبی ځایونو د ورانولو او دخلکو د وژلو په محکومولو سره ،د هند د مسلمانانو له ښاریزو د ملاتړ په وړاندې ددغه هیواد دحکومت د مناسب اقدام غوښتنه کړې ده .