ټرمپ د جنرال قاسم سلیماني د ترور په باب دروغ وئيلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88596-ټرمپ_د_جنرال_قاسم_سلیماني_د_ترور_په_باب_دروغ_وئيلي
د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیشن مشر الیوت انګل وائي ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ حکومت تردې دمه له ایران سره د تاؤتریخوالي د زیاتولو په باب د خپل ناسنجول شوي اقدام په باب ځيني حقایق د امریکا له ولسه پټوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2020 08:36 Asia/Kabul
  • ټرمپ د جنرال قاسم سلیماني د ترور په باب دروغ وئيلي

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیشن مشر الیوت انګل وائي ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ حکومت تردې دمه له ایران سره د تاؤتریخوالي د زیاتولو په باب د خپل ناسنجول شوي اقدام په باب ځيني حقایق د امریکا له ولسه پټوي .

زمونږخبریال  راپورراکړ  د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیشن مشر الیوت انګل بیګا  په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد پر ولسمشر ډونالډټرمپ  او دسپينې ماڼۍ پر چارواکوباندې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت د قوماندان جنرال قاسم سلیماني  د ترور په باب د مستندو توضیحاتو د نه وړاندې کولو په دلیل سخت ټکونه کړي د ي.

الیوت انګل د امریکا په بهرني سیاست او دجنرال قاسم سلیماني د ترور  په باب د نه منلو وړ  توجیهاتو باندې په سختو نیوکو سره وئيلي دي،دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران  او دجنرال قاسم سلیماني دترور دعلت په وړاندې د واشنګټن د سیاستونو په باب د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې ته له ځواب ورکولو ډډه کوي .

 هغه زیاته کړې،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  حکومت  تردې دمه  له ایران سره د تاؤتریخوالي د زیاتولو په باب د خپل ناسنجول شوي اقدام په باب ځيني حقایق  د امریکا له ولسه پټوي .

 د امریکا کانګرس استازو بیګا د ایران په ضد د هرډول پوځي اقدام د منع کولولپاره د ټرةپ دجنګياختیاراتو محدودونکی پریکړه لیک تصویب کړ .

ددغه پریکړه لیک په اساس به  دایران په ضد امریکا هر  ډول پوځي اقدام د کانګرس  مجوز ته اړتیا ولري .