افغانستان ایران ته د غوښې د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174234-افغانستان_ایران_ته_د_غوښې_د_صادرولو_لپاره_چمتووالی_څرګند_کړ
د افغانستان د تجارتی چارو وزیر د افغانستان له لوري د ایرانيو شرکتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه وویل: که ګډې اقتصادي چارې او پانګونې ترسره شي، نو افغانستان به پانګه‌والو ته ځمکې په واک کې ورکړي.
(last modified 2026-06-15T11:28:18+00:00 )
Jun 15, 2026 15:52 Asia/Kabul
  • افغانستان ایران ته د غوښې د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ

د افغانستان د تجارتی چارو وزیر د افغانستان له لوري د ایرانيو شرکتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه وویل: که ګډې اقتصادي چارې او پانګونې ترسره شي، نو افغانستان به پانګه‌والو ته ځمکې په واک کې ورکړي.

  د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ، په کابل کې د ایران او افغانستان د اقتصادي پلاوو د غونډې په څنډې  کې زمونږ له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل:له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د غوښې صادرات د سوداګرۍ وزارت له مسئولیتونو څخه دي او هر وخت چې د چرګانو او څارویو تولید ولرو، نو بیا ئې   صادرولی شو

هغه زیاته کړه:موتږ  ایرانيو شرکتونو ته  بلنه ورکوو چې په افغانستان کې د غوښې د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.»

عزیزی وویل: ایراني شرکتونه کولای شي د افغانستان له شرکتونو سره په ګډه د کرهڼې او مالدارۍ په برخو کې ګډې پروژې پرمخ یوسي.

هغه د افغانستان له لوري د ایرانيو شرکتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه وویل: که ګډې اقتصادي چارې او پانګونې ترسره شي، نو افغانستان به پانګه‌والو ته ځمکې په واک کې ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر زیاته کړه:ځینې کسان شته چې غواړي د پنځوس ـ پنځوس فیصدي  ونډې پراساس  ګډې اقتصادي او پانګوالې کمپنۍ جوړې کړي.

هغه څرګنده کړه: که ایراني او افغان شرکتونه د مالدارۍ او څارویو د تولید په برخې کې ګډ کار وکړي، نو مونږ به وکولای شو اضافي تولیدات د ایران اسلامي جمهوریت ته صادر کړو.