په اروپا کې په کرونا ویروس ۲۲زره کسان ککړ شوي دي
په امریکا کې هم څه دپاسه یو زر څلور سوه کسان په کرونا ویروس ککړ شوي او وئيل کیږي ، چې څه دپاسه پنځوس کسانو هم ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
فرانس پریس آژانس راپورورکړی ، په اروپاکې دکرونا ویروس دککړوکسانو شمیر څه دپاسه دوه ویشت زره تنو ته رسیدلی او وئيل کیږي،چې له دغو کسانو نهه سوه دیرشو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
په اروپا کې په کرونا وژونکي ویروس دککړو وروستۍ احصائې ددې ښودنه کوي ، چې ایټالیا د کابو لس زره دوه سوه ککړو کسانو په درلودلو سره په اروپا لوئې وچې کې په کرونا ویروس دککړو کسانو تر ټولو زیاته برخه لري ، تر دې دمه یوازې په ایټالیا کې ددغې ناروغۍ له امله کابو اوه سوه کسان مړۀ شوي دي ،البته یو زر څلور کسان له درملنې وروسته ښه شوي هم دي .
په ایټالیا کې د دغه ویروس په خپریدا پسې نور اروپائي هیوادونه هم په چټکۍ سره دکرونا ویروس له خوریدا سره مخ شول او وروستي راپورونه ښئ چې په زیاترو هیوادونو کې دغه ناروغي په لازیاته په خوریدا ده .
داپه داسې حال کې دي چې په امریکا کې هم څه دپاسه یو زر څلور سوه کسان په کرونا ویروس ککړ شوي او وئيل کیږي ، چې څه دپاسه پنځوس کسانو هم ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
له دې سره سره په یووخت ډیرو امریکائي سیاستوالانو او شخصیتونو د کرونا ویروس دخوریدا دمخنیوي په اړه د ډونالډټرمپ دحکومت په لټوالي سختې نیوکې کړي او وئيلي ئې دي،که د ټرمپ حکومت په موقعې دغه ناروغۍ سپکه نه وائ ګڼلي نو په امریکا کې به ئې دخوریدا چانس دومره زیات نه ؤ .