دافراطي هندوانو په لاس دې د مسلمانانو عامه وژله بنده شي
د هندي حکومت په وروستیو افراطي او توکمیز اقداماتو پسې په دغه هیواد په تیره بیا په نوي ډيلي کې په سختو نښتو کې څه دپاسه پنځوس مسلمانان وژل شوي او څه ډپاسه درې سوه نور ټپیان شوي او دغه راز د مسلمانانو بې شمیره ځایونو ته هم ډير تاوانونه رسیدلي دي .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولنې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هندوستان د دوه سوه میلیون مسلمانانو په ضد وروستي سپک قوانین او اقدامات او همداراز د لومړنیو حقوقو له مینځه وړل د حق چخڼي کول بللي او یادونه ئې کړې ده،دغه ورانکار اقدامات په داسې حال کې دي چې دهند مسلمانان له ډیرې مودې راهسې ددغه هیواد له کلتور اوتمدن سره د خلکو ترڅنګ سوله ایز ژوند کوي .
ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي،په وروستیو کلونو کې د امریکا او نړیوال صهیونیزم ا قدامات درست د نړۍ د مسلمانانو په ضد په تیره بیا په فلسطین ، افغانستان،عراق،سورئې،یمن،میانمار او په همداوروسیتو کې په هندوستان کې د یوې خطرناکې دسیسې ښودنه کوي،چې باید درست ملتونه دې په دې باب ځير او هوښیار ووسیي .