په کرونا ویروس د ټرمپ د ککړیدا احتمال زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88632-په_کرونا_ویروس_د_ټرمپ_د_ککړیدا_احتمال_زیات_شوی_دی
د برازیل د ولسمشر د آزمیښت په مثبت اعلانیدو پسې چې د تیرې شنبې په ورځ ئې له ډونالډټرمپ سره په لیدو کاتو کې روغ بړ کړی ، سپینې مانۍ ددغې موضوع د ارزونې لپاره بیړنۍ غونډې پیل کړي دي . .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 14, 2020 02:39 Asia/Kabul
  • په کرونا ویروس د ټرمپ د ککړیدا احتمال زیات شوی دی

د برازیل د ولسمشر د آزمیښت په مثبت اعلانیدو پسې چې د تیرې شنبې په ورځ ئې له ډونالډټرمپ سره په لیدو کاتو کې روغ بړ کړی ، سپینې مانۍ ددغې موضوع د ارزونې لپاره بیړنۍ غونډې پیل کړي دي . .

په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا ویروس خوریدا په چټکۍ سره دوام لري ، د ایټالیا د بیړنیو پيښو  د ارزونې  کمیشن بیګا وئيلي دي ، په دغه هیواد کې  په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر  اولس زره شپږ سوه  شپیتو تنو ته رسیدلی  او همداراز  په دغه هیواد کې ددغې ککړتیا له امله کابو یو زر دوه سوه شپږ شپیته کسانو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . 

 د ایټالیا لومړی وزیر  جوزپه کونټه  په دغه  هیواد کې د کرونا ویروس د چټکۍ خوریدا او  د ککړو کسانو په ډيرې زیاتیداپسې د ایتالیا شپیته میلیون کسیز  درست هیواد  د قرینطینه کولو  فیصله کړې ده .

 راپور ښئ د برازیل د ولسمشر د آزمیښت په مثبت اعلانیدو پسې چې  د تیرې شنبې په ورځ ئې  له ډونالډټرمپ سره په لیدو کاتو کې روغ بړ کړی ، سپینې مانۍ ددغې موضوع د ارزونې لپاره بیړنۍ غونډې  پیل کړي دي .البته وروسته د برازیل  د ولسمشر په  کرونا ویروس د ککړتیا آوازه دروغ بلل شوې ده .

 همدرااز فکس نیوز خبری چینل راپورورکړی،  د امریکا سپينې ماڼۍ  په یوې بیړنۍ غونډې کې ددغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ  په کرونا ویروس د احتمالی ککړتیا د ارزونې  خبر ورکړی دی .

Image Caption

 

کرونا ویروس په تیر دسمبر  وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې راپورته شو  او تر دې دمه د نړۍ  په یو سل دیرشو  هیوادونو کې خور شوی دی   او هماغه راز په زیاتیدا دی او  د روغتیا دنړیوالې ادارې  د اعلامیې په اساس تر دې دمه  ئې  کابو یو لک  پنځه  دیرش زره خلک ککړ کړي  چې  په دوي کې کابو  اویا زره له درملنې وروسته ښه شوي هم دي،  البته له بده مرغه ددغې ناروغۍ له امله کابو پنځه زره کسانو  هم ژوند له لاسه ورکړی دی .