په ایټالیاکې په کرونا دککړوقربانیانوشمیر۲۰۰۰تنو ته ورسید
ایټالیا په اروپائي هیوادونو کې په کرونا ویروس په ککړتیا کې له ټولو زیات ککړ کسان لري . دغه راز وئیل شوي دي په فرانسې کې هم په تیزۍ سره دغه ویروس په زیاتیدا دی او دا هم وئیل شوي چې له نورو اروپائي هیوادونو سره د فرانسې الوتونه او سرحدي لارې تړل شوي دي .
په ډنمار کې د ایران سفیر ې میرمن افسانه نادي پور د کرونا ویروس په ضد د ایران په مبارزې د ا مریکا د ظالمانه بندیزونو داغیزو په عنوان سره دیوې مقالې په خپرولو سره لیکلي دی ، ایران د درملنې له پرمختللي او پیاوړي نظام څخه له برخمنیدا سره سره ، د امریکا د ظالمانه بندیزونو په دلیل له کرونا ویروس سره په مقابلې کې له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دی . او نړیواله ټولنه دې په دې باب خپله چپتیا غوڅه کړي او پر امریکا دې دباؤ زیات کړي ،څو په دغو بیړنیو حالاتو کې د ایران په ضد بندیزونه لغوه کړي .
ایرنا خبری آژانس هم راپور ورکړی دی ، په اروپائي هیوادونو کې هم دغه خوریدونکی ویروس په تیزۍ سره په زیاتیدا دی او د ایټالیا حکومت په همداوروستیو کې وئیلي دي ، په دغه هیواد کې په کرونا ویروس ککړو څه دپاسه دوه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
ایټالیا په اروپائي هیوادونو کې په کرونا ویروس په ککړتیا کې له ټولو زیات ککړ کسان لري . دغه راز وئیل شوي دي په فرانسې کې هم په تیزۍ سره دغه ویروس په زیاتیدا دی او دا هم وئیل شوي چې له نورو اروپائي هیوادونو سره د فرانسې الوتونه او سرحدي لارې تړل شوي دي . او دا هم وئيل شوي دي چې پر امریکا سربیره په فرانسې ،جرمني ، او یو شمیر نورو اروپائي هیوادونو کې هم بیړنی حالت اعلان شوی دی .
په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي ، چې لکه څنګه په درستې نړۍ کې د کرونا ویروس په زیاتیدا دی ، په امریکا کې هم د کرونا ویروس خوریدا چټکه شوي او له دې سره په یووخت په دغه هیواد کې د وسلو اخستل هم په اوڅاره توګه زیات شوي دي .