چین او امریکا یوبل په جدی اقداماتو وګواښل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88739-چین_او_امریکا_یوبل_په_جدی_اقداماتو_وګواښل
د بیجینګ پرونۍ غبرګون په داسې حال کې رابرسیره شوی ، چې د امریکا د ولسمشر او خارجه وزیر پشمول امریکائي چارواکو د کرونا ویروس په ځاي د چین ویروس او د ووهان ویروس ټکي کارولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2020 04:07 Asia/Kabul
  • چین او امریکا یوبل په جدی اقداماتو وګواښل

د بیجینګ پرونۍ غبرګون په داسې حال کې رابرسیره شوی ، چې د امریکا د ولسمشر او خارجه وزیر پشمول امریکائي چارواکو د کرونا ویروس په ځاي د چین ویروس او د ووهان ویروس ټکي کارولي دي .

تسنیم  خبری اژانس راپورورکړ  چین  امریکا ګواښلې ده ، که واشنګټن وغواړي ، دکرونا  د بحران په موضوع کې  دبیجینګ د ګرم بللو په باب خپلو کرغیړنو اقداماتو ته دوام ورکړي ، نو دغه هیواد به  په مقابل کې جدي اقدامات غوره کړي .

 دبیجینګ  پرونۍ غبرګون په داسې  حال کې رابرسیره شوی ، چې  د امریکا د ولسمشر  او خارجه وزیر پشمول  امریکائي چارواکو  د کرونا ویروس په ځاي د چین ویروس او د ووهان ویروس ټکي کارولي دي . 

 کابو یوه اونۍ مخکې  هم د چین د خارجه وزارت ویندوي  ژائو لیجیان  د امریکا  دپوځ  په لاس  دغه هیواد ته د  کرونا ویروس د واردیدو د احتمال  په باب  څيني شکونه  مطرح کړي وو .

 د کرونا ویروس د خپریدا  دلړۍ په اوج کې  د چین او امریکائی  چارواکو ترمینځ د خولې شخړې او رسندوئي ترینګلتیاوې  زیاتې شوي دي او دواړه هیوادونه   د کرونا ویروس   د رامینځةکیدا د عامل په توګه د یوه بل  په تورنولو سره  او همداراز د مقابل لوري دخبریالانو  په کمولو او ویستلو سره د مقابل لوري په ضد دخپل مخالف دریځ نندارې ته د وړاندې کولو هڅه کوي.