د امریکا ولسمشر ټرمپ دهیواد حالات بد وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88755-د_امریکا_ولسمشر_ټرمپ_دهیواد_حالات_بد_وبلل
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې څو اونۍ مخکې یې په هیواد کښې د کورونا وایروس خپریدا ته اړونده خبرونه د ډیموکراټ ګوند پروپاګنډه بللي وو پرون وویل د کورونا وایروس د خپریدا په دلیل په امریکا کښې حالات خراب دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2020 02:39 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ دهیواد حالات بد وبلل

فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې څو اونۍ مخکې یې په هیواد کښې د کورونا وایروس خپریدا ته اړونده خبرونه د ډیموکراټ ګوند پروپاګنډه بللي وو پرون وویل د کورونا وایروس د خپریدا په دلیل په امریکا کښې حالات خراب دي .

هغه ادعا وکړه د امریکا د خواړو او د درملو اداره شپه او ورځ کورونا واکسین ته د رسیدا هڅه کوي او په دې هکله یې د اداري خنډونو د ختمولو لپاره حکم هم ورکړی دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې جمعې ورځ په هیواد کښې د کورونا وایروس له خپریدا وروسته ملي بیړنی حالات اعلان کړی وو .

د امریکا د چارواکو د وینا پراساس د هیواد په  پنځوسو (۵۰) ایالتونو کښې د کورونا وایروس خپور شوی دی .

د امریکا د روغتونونو ټولنې په تیرې یکشنبې ورځ په یوه (۱)راپور کښې وویل احتمال شته چې د امریکا شپږنوي (۹۶) میلیونه خلک به په کورونا وایروس ککړ شي او څلور لک اتیا زره (۴۸۰۰۰۰) کسان به یې ووژل شي .

د امریکا ټروت اوت(Truthout ) په نوم اینټرنیټ پاڼې دې ته په اشارې سره چې د هیواد اتویشت (۲۸) میلیونه ښاریز د بیمې خدمات نلري په هیواد کښې د کورونا وایروس خپریدل غمیزناک وبلل.