د امریکا بایکاټونه ظالمانه دي او باید لغوه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88786-د_امریکا_بایکاټونه_ظالمانه_دي_او_باید_لغوه_شي
هنیه همداراز له کرونا ویروس سره په مقابله کې له ایران سره د فلسطینی ملت پیوستون اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2020 00:56 Asia/Kabul
  • د امریکا بایکاټونه ظالمانه دي او باید لغوه شي

هنیه همداراز له کرونا ویروس سره په مقابله کې له ایران سره د فلسطینی ملت پیوستون اعلان کړ .

 

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د ایران له خارجه وزیر ښاغلی ظریف سره په ټیلی فونی تماس کې د امریکا ایرانی ضد بایکاټونه وغندل .

هنیه همداراز له کرونا ویروس سره په مقابله کې له ایران سره د فلسطینی ملت  پیوستون اعلان کړ .

ښاغلی ظریف هم په دغو ټیلی فونی خبرو کې د غزې تړانګې د کلابندۍ او همداراز په اوسنی وخت کی چی کرونا د خلکو ژوند ګواښی د صیهونیسټ رژیم په بند کې د فلسطینی بندیانو د ازادۍ غوښتنه وکړه .

د روسیې خارجه وزارت هم په ایران کی د کرونا ناروغۍ خپریدا ته په پام سره د اسلامی ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه .

په نړۍ او ایران کی د کرونا ویروس په خپریدا پسې په  وروستیو اونیو کی د ترکیې ، پاکستان ، روسیې او چین په شمول د بیلا بیلو هیوادونو ګڼ شمیر چارواکو ایران پرضد د امریکا د غیرقانونی او یو اړخیزه بایکاټونو د لغوه کولو غوښتنه کړي ده  .