کورونا وایروس تراوسه13000 کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88788-کورونا_وایروس_تراوسه13000_کسان_وژلي
زمونږ خبریال وايي د کورونا وایروس له کبله تراوسه په ټوله دنیا کښې دیارلس زره (۱۳۰۰۰) کسان وژل شوي او کابو یو(۱) میلیارډ خلک په کورونو کښې ناست دي او د باندې نشي تللی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2020 07:03 Asia/Kabul
  • کورونا وایروس تراوسه13000 کسان  وژلي

زمونږ خبریال وايي د کورونا وایروس له کبله تراوسه په ټوله دنیا کښې دیارلس زره (۱۳۰۰۰) کسان وژل شوي او کابو یو(۱) میلیارډ خلک په کورونو کښې ناست دي او د باندې نشي تللی .

کورونا وایروس د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د خلکو ژوند ، سفرونه او کاروبارونه  په ټپه درولي دي او حکومتونه یې مجبوره کړي دي چې له ګاونډیو هیوادونو سره خپل سرحدونه وتړي او ځینو هیوادونو د دغه وایروس د خپریدا د مخینوي او ورسره د مقابلې لپاره په سلګونو میلیارډه ډالره هم بیل کړي دي .

ویل کیږي چې کورونا وایروس امریکا په افغانستان کښې په خپلو لیبراتورانو کښې جوړ کړی او بیا یې د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) د مامورانو په وسیله د چین ووهان  ښار ته وړی او هلته یې د غوښو او د خوراکي شیانو په بازارونو کښې مارانو او نورو ځناورو ته پچکاري کړی .