کورونا وایروس تراوسه13000 کسان وژلي
زمونږ خبریال وايي د کورونا وایروس له کبله تراوسه په ټوله دنیا کښې دیارلس زره (۱۳۰۰۰) کسان وژل شوي او کابو یو(۱) میلیارډ خلک په کورونو کښې ناست دي او د باندې نشي تللی .
کورونا وایروس د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د خلکو ژوند ، سفرونه او کاروبارونه په ټپه درولي دي او حکومتونه یې مجبوره کړي دي چې له ګاونډیو هیوادونو سره خپل سرحدونه وتړي او ځینو هیوادونو د دغه وایروس د خپریدا د مخینوي او ورسره د مقابلې لپاره په سلګونو میلیارډه ډالره هم بیل کړي دي .
ویل کیږي چې کورونا وایروس امریکا په افغانستان کښې په خپلو لیبراتورانو کښې جوړ کړی او بیا یې د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) د مامورانو په وسیله د چین ووهان ښار ته وړی او هلته یې د غوښو او د خوراکي شیانو په بازارونو کښې مارانو او نورو ځناورو ته پچکاري کړی .