سوریې کښې د داعش غړي خوشي کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88790-سوریې_کښې_د_داعش_غړي_خوشي_کړې_شول
زمونږ خبریال وايي د سوریې د بشري حقوقو په نوم د څارنې مرکز د دغه هیواد په شمال کښې امریکا ته د اړونده وسله والو کرد ملیشا ډلو لخوا د داعش ترهګرې ډلې د یوشمیر غړیو د خوشي کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2020 07:44 Asia/Kabul
  • سوریې کښې د داعش غړي خوشي کړې شول

زمونږ خبریال وايي د سوریې د بشري حقوقو په نوم د څارنې مرکز د دغه هیواد په شمال کښې امریکا ته د اړونده وسله والو کرد ملیشا ډلو لخوا د داعش ترهګرې ډلې د یوشمیر غړیو د خوشي کیدا خبر ورکړ .

د سوریې د بشري حقوقو په نوم د څارنې مرکز راپور ورکړ د سوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو چې په امریکا پورې اړونده دي د سوریې په شمال او شمال ختیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې څه د پاسه اتیا (۸۰ غړي خوشي کړي دي .

د داعش ډلې د غړیو خوشي کول د دغو سیمو د وسیدونکو غوسه راپارولي ده .

د سوریې خلک اندیښمن دي چې د داعش ترهګرې ډلې خوشي شوي غړي یوځل بیا د دغه ډلې په صفونو کښې شامل شي .

داسې ډیرې نښې نښانې شته چې ښيي د امریکا ، د داعش ډلې او د سوریې د کرد ډیموکراټیک ځڅاکونو ترمینځ نږدې اړیکې او تعامل شته .

امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اسرائیل ،  سعودي عربستان ، ترکیه ، اردن ، بحرین ، متحده عربي امارات ،کویت او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه هڅه کوي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په سوریې کښې ماتي ونه خوري .