سوریې کښې د داعش غړي خوشي کړې شول
زمونږ خبریال وايي د سوریې د بشري حقوقو په نوم د څارنې مرکز د دغه هیواد په شمال کښې امریکا ته د اړونده وسله والو کرد ملیشا ډلو لخوا د داعش ترهګرې ډلې د یوشمیر غړیو د خوشي کیدا خبر ورکړ .
د سوریې د بشري حقوقو په نوم د څارنې مرکز راپور ورکړ د سوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو چې په امریکا پورې اړونده دي د سوریې په شمال او شمال ختیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې څه د پاسه اتیا (۸۰ غړي خوشي کړي دي .
د داعش ډلې د غړیو خوشي کول د دغو سیمو د وسیدونکو غوسه راپارولي ده .
د سوریې خلک اندیښمن دي چې د داعش ترهګرې ډلې خوشي شوي غړي یوځل بیا د دغه ډلې په صفونو کښې شامل شي .
داسې ډیرې نښې نښانې شته چې ښيي د امریکا ، د داعش ډلې او د سوریې د کرد ډیموکراټیک ځڅاکونو ترمینځ نږدې اړیکې او تعامل شته .
امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اسرائیل ، سعودي عربستان ، ترکیه ، اردن ، بحرین ، متحده عربي امارات ،کویت او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه هڅه کوي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په سوریې کښې ماتي ونه خوري .