د امریکا ملي ګارډ به د کورونا پرضد اقدام وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88807-د_امریکا_ملي_ګارډ_به_د_کورونا_پرضد_اقدام_وکړي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ بیګا وویل د ملي ګارډ ځواکونه به په نیویارک ، واشنګټن او کیلي فورنیا ایالتونو کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره اقدام ترسره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2020 01:34 Asia/Kabul
  • د امریکا ملي ګارډ به د کورونا پرضد اقدام وکړي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ بیګا وویل د ملي ګارډ ځواکونه به په نیویارک ، واشنګټن او کیلي فورنیا ایالتونو کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره اقدام ترسره کړي .

هغه دغه راز په نیویارک ایالت کښې د بیړني حالت د اعلانولو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه په راتلونکو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې به دغه ایالت ته طبي مرستې واستول شي .

د امریکا په بیلابیلو ایالتونو په تیره بیا نیویارک ، واشنګټن او کیلي فورنیا کښې د کورونا وایروس د خپریدا په دلیل حالات ډیر خراب دي .

د کورونا وایروس د خپریدا په وړاندې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت د کړچار په هکله په دغه هیواد کښې اندیښنې ډیرې زیاتې شوي دي او حتی څو ایالتونو د کورونا وایروس د خپریدا د خطر په دلیل بیړنی حالت اعلان کړی دی .

د امریکا ټروت اوټ (Truthout )اینټرنیټ پاڼې څو ورځې مخکې دې ته په اشارې سره چې د هیواد اتویشت (۲۸) میلیونه خلک د بیمې خدمات نلري په امریکا کښې د کورونا وایروس خپریدا له غمیزې ډک وبلل .

بل خبر دا چې د امریکا سیناتور رانډ پال هم په کورونا وایروس ککړ شوی دی او اوس په قرنطینه کښې شوی دی .