د امریکا بندیزونه د کورونا وایروس د خپریدا عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88930-د_امریکا_بندیزونه_د_کورونا_وایروس_د_خپریدا_عامل_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا په ایران کښې د کورونا وایروس په هکله حالت د تهران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو نتیجه وبلله او د دغو بندیزونو د لغو کیدا غوښتنه یې وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2020 01:40 Asia/Kabul
  • د امریکا بندیزونه د کورونا وایروس د خپریدا عامل دی

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا په ایران کښې د کورونا وایروس په هکله حالت د تهران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو نتیجه وبلله او د دغو بندیزونو د لغو کیدا غوښتنه یې وکړه .

هغې وویل روسیه په پریکنده توګه له امریکا غواړي چې انساني ضد بایکاټونه چې له کورونا وایروس سره د ایران د اغیز شیندونکي مبارزې خنډ کیږي لغو کړي .

دغه راز د امریکا د مشرانو جرګې یولسو (۱۱) غړو هم د کورونا وایروس د خپریدا په دلیل د ایران پرضد د بایکاټونو د ځنډولو غوښتنه وکړه .

د امریکا یولسو (۱۱) سناتورانو پرون خارجه وزیر مایک پمپئو او د خرانې وزیر اسټیون منوچین ته د لیک په استولو سره په هغوې غږ وکړ په  نړۍ کښې د کورونا وایروس د خپریدا په دلیل د ایران او د  وینزویلا پرضد لګیدلي بایکاټونه تر نوي (۹۰) ورځو پورې وځنډوي .