امریکا د کرونا په وړاندې بې وسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88953-امریکا_د_کرونا_په_وړاندې_بې_وسه_ده
د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له کرونا وایرس سره مقابله به اوږده وي، وویل: د امریکې حکومت له دغه وایرس سره په مقابله کښې ناتوانه او بې وسه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2020 03:03 Asia/Kabul
  • امریکا د کرونا په وړاندې بې وسه ده

د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له کرونا وایرس سره مقابله به اوږده وي، وویل: د امریکې حکومت له دغه وایرس سره په مقابله کښې ناتوانه او بې وسه دی.

سید حسن نصر الله په یوه وینا کښې په نړۍ کښې د کرونا وایرس د خپریدو او ورسره په مخامخیدنه کښې د ګډ مسئولیت او د هغې د نړیوالو پایلو په هکله وویل: نړۍ د کرونا له کړکیچ وروسته یو نوی نړیوال نظم رامینځته کولی شي.

هغه په دې خبرې سره چې د کورونا وایرس د خپریدو اغیزې له وړومبي او دویم نړیوالو جنګونو لازیاتې او سترې دي، زیاته کړه: د امریکې په شان ستر حکومتونه په وارخطایۍ او عاجزۍ سره، له کرونا سره مبارزه تعقیبوي.

سید حسن نصر الله د نړۍ له روانو بدلونونو د عبرت اخیستو غوښتونکی شو او ټینګار یې وکړ چې ټول باید د یو ګډ دښمن په توګه په کرونا وایرس باندې تمرکز وکړي.

هغه هم داشان وویل: په داسې حالاتو کښې چې نړۍ د نښتو د ختمولو او له کرونا سره د مقابلې د څرنګوالي په لړ کښې تدبیر په فکر کښې ده، سعودیان هم هغه شان د یمن په مظلوم خلکو حملې کوي او دنیا ته پکار دي چې په یمن کښې د جنګ د بندیدو چغه پورته کړي.