امریکا په کورونا وایروس کښې له چین څخه مخکې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89018-امریکا_په_کورونا_وایروس_کښې_له_چین_څخه_مخکې_شوه
فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د کورونا وایروس د مړو کسانو شمیر په زیاتیدا سره اوس دغه شمیر درې زه اتو سوو(۳۸۰۰) ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2020 01:20 Asia/Kabul
  • امریکا په کورونا وایروس کښې له چین څخه مخکې شوه

فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د کورونا وایروس د مړو کسانو شمیر په زیاتیدا سره اوس دغه شمیر درې زه اتو سوو(۳۸۰۰) ته ورسید .

د امریکا رسنیو پرون وویل په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر یولک اوه اتیا زره او درې سوه اوه څلویښتو(۸۰۳۴۷) ته رسیدلی دی چې درې زره او اته سوه شپیته (۳۸۶۰) ترې مړه شوي هم دي .

امریکا  چې اوس په کورونا وایروس د ککړو هیوادونو په سر کښې راځي د دغه وایروس د مړو  کسانو له پلوه له چین څخه چې د کورونا وایروس د خپریدا لومړی مرکز وو مخکې تللي ده .

په چین کښې تراوسه یو اتیا زره او پینځه سوه اتلس(۸۱۵۱۸) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي چې درې زه او درې سوه پینځه (۳۳۰۵) ترې مړه شوي دي .

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي دي چې امریکا به په نږدې راتلونکي کښې د کورونا وایروس د خپریدا په ستر مرکز بدله شي .