د فیلیپین ولسمشر د قرنطینه سرغړوونکو ته د مرګ ګواښ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89053-د_فیلیپین_ولسمشر_د_قرنطینه_سرغړوونکو_ته_د_مرګ_ګواښ_کړی
هغه ویلي په فیلیپین کې د کرونا ویروس د خپریدو وضع مخ په خرابیدو ده او خلک باید د حکومت او روغتیایی چارواکو خبرو ته غوږ کیږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2020 00:35 Asia/Kabul
  • د فیلیپین ولسمشر د قرنطینه سرغړوونکو ته د مرګ ګواښ کړی

هغه ویلي په فیلیپین کې د کرونا ویروس د خپریدو وضع مخ په خرابیدو ده او خلک باید د حکومت او روغتیایی چارواکو خبرو ته غوږ کیږدي.

د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترت، د دغه هیواد له وسله والو ځواکونو غوښتي چې د قرنطین سرغړونکي په مرمۍ وولي.

رودریګو په یوه ویډیویي پیغام کې له خپلو خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د قرنطین اصول په پام کې ونیسي او له دولت سره همکاري وکړي.

هغه ویلي په فیلیپین کې د کرونا ویروس د خپریدو وضع مخ په خرابیدو ده او خلک باید د حکومت او روغتیایی چارواکو خبرو ته غوږ کیږدي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد بې وزله سیمه مانیل کې یو شمیر خلکو د خواراکي توکو د ویش پر سر اعتراض وکړ.

په فلپین کې تر اوسه نږدې ۱۰۰ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او له ۲۳۰۰ زیات نور پرې اخته دي.

د خلکو قرنطین کیدو پر سر د حکومت او خلکو ترمنځ اخ او ډب په ډیریو بې وزله هیوادونو کې تر سترګو شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې خلک په مرګ ګواښل کیږي.