کورونا وایروس د امریکا ۷۰۰۰ ښاریز وژلي دي
Apr 04, 2020 00:58 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو شمیر زیات شوی او اوه زرو (۷۰۰۰) ته رسیدلی .
د امریکا رسنیو بیګا وویل په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر دوه لکه شپږ اویا زره او اوه دیرش (۲۷۶۰۰۰۳۷) تنو ته رسیدلی چې له کبله یې اوه زره او درې سوه پینځه اتیا (۷۳۸۵)کسان مړه شوي هم دي .
د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي دي چې امریکا به په نږدې راتلونکي کښې د کورونا وایروس د خپریدا په مرکز بدله شي .
د امریکا د روغتونونو ټولنې ویلي دي د هیواد شپږ نوي (۹۶) میلیونه خلک به په کورونا وایروس ککړ شي او څلور لکه اتیا زره کسان به مړه هم شي .
ټیګونه