د کورونا کړکیچ له اقتصادي کړکیچ څخه زیات بد دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89076-د_کورونا_کړکیچ_له_اقتصادي_کړکیچ_څخه_زیات_بد_دی
زمونږ خبریال وايي د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف (International Monetary Fund) مشرې میرمن کریسټالینا جورجیوا (Kristalina Ivanova Georgieva-Kinova )په نړۍ کښې اوسنۍ اقتصادي ځوړتیا چې د کورونا وایروس د خپریدا په وجه رامینځته شوي ده د ۲۰۰۸ میلادي کال له اقتصادي کړکیچ په کراتو بدتره وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2020 01:30 Asia/Kabul
  • د کورونا کړکیچ له اقتصادي کړکیچ څخه زیات بد دی

زمونږ خبریال وايي د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف (International Monetary Fund) مشرې میرمن کریسټالینا جورجیوا (Kristalina Ivanova Georgieva-Kinova )په نړۍ کښې اوسنۍ اقتصادي ځوړتیا چې د کورونا وایروس د خپریدا په وجه رامینځته شوي ده د ۲۰۰۸ میلادي کال له اقتصادي کړکیچ په کراتو بدتره وبلله .

هغې په دې خبرې سره چې د پیسو نړیوال صندوق  په خپل  تاریخ کښې هیڅکله اقتصادي ځوړتیا نه ده لیدلي وویل دنیا اوس په اقتصادي ځوړتیا کښې ورغلي ده او دغه ځوړتیا د ۲۰۰۸ میلادي کال له مالي کړکیچ څخه ډیر بد تره ده .

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې جورجیوا وویل د کورونا وایروس په خپریدا سره د نړۍ څه دپاسه نوي (۹۰) هیوادونو له دغه صندوق څخه د بیړنیو مالي مرستو د ترلاسه کولوغوښتنه کړي ده .

په ټوله دنیا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوس له لسو لکو زیات شوی او تراوسه شپږ پنځوس زره (۵۶۰۰۰) کسان مړه شوي هم دي .