د کورونا کړکیچ له اقتصادي کړکیچ څخه زیات بد دی
زمونږ خبریال وايي د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف (International Monetary Fund) مشرې میرمن کریسټالینا جورجیوا (Kristalina Ivanova Georgieva-Kinova )په نړۍ کښې اوسنۍ اقتصادي ځوړتیا چې د کورونا وایروس د خپریدا په وجه رامینځته شوي ده د ۲۰۰۸ میلادي کال له اقتصادي کړکیچ په کراتو بدتره وبلله .
هغې په دې خبرې سره چې د پیسو نړیوال صندوق په خپل تاریخ کښې هیڅکله اقتصادي ځوړتیا نه ده لیدلي وویل دنیا اوس په اقتصادي ځوړتیا کښې ورغلي ده او دغه ځوړتیا د ۲۰۰۸ میلادي کال له مالي کړکیچ څخه ډیر بد تره ده .
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې جورجیوا وویل د کورونا وایروس په خپریدا سره د نړۍ څه دپاسه نوي (۹۰) هیوادونو له دغه صندوق څخه د بیړنیو مالي مرستو د ترلاسه کولوغوښتنه کړي ده .
په ټوله دنیا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوس له لسو لکو زیات شوی او تراوسه شپږ پنځوس زره (۵۶۰۰۰) کسان مړه شوي هم دي .