پیشوګانې هم د کورونا و د انتقال سبب کیدلای شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89117-پیشوګانې_هم_د_کورونا_و_د_انتقال_سبب_کیدلای_شي
زمونږ خبریال وايي تاسو ټولو ته دې دغه خبرداری وی چې پیشوګانې هم په کورونو او خلکو کښې د کورونا وایروس د انتقالیدا سبب کیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2020 10:44 Asia/Kabul
  • پیشوګانې هم د کورونا و د انتقال سبب کیدلای شي

زمونږ خبریال وايي تاسو ټولو ته دې دغه خبرداری وی چې پیشوګانې هم په کورونو او خلکو کښې د کورونا وایروس د انتقالیدا سبب کیدلی شي .

په چین کښې په یوه (۱) ترسره شوي تحقیق کښې ویل شوي دي چې کورونا وژونکی وایروس له یوې پیشو څخه بلې پیشو ته په اسانۍ سره انتقالیدلی  شي .

په چین کښې په دغه نوي تحقیق کښې دغه خبره تائید شوي ده چې په کور کښې په ساتونکو ځناورو کښې پیشو د کورونا وایروس په مقابلې کښې ډیره کمزوري ده .

په چین کښې دغه تحقیق په داسې حال کښې شوی دی چې اوه(۷) ورځې مخکې په په بیلجیم هیواد کښې  کورونا وایروس له ککړې میرمنې څخه دغه وایروس پیشو ته انتقال شوی وو .

د چین طبي کارپیژاندي وايي چې له یوې(۱) پیشو څخه بلې پیشو ته د کورونا وایروس د انتقالیدا خبره تائید شوي ده خو له پیشوګانو څخه انسانانو ته د کورونا وایروس د انتقالیدا خبر تراوسه نه دی تائید شوی .

د ویلو ده چې له کورونا وایروس څخه د بچ کیدا لپاره د چین په شینزن ښار کښې د پیشوګانو او د سپو د غوښو په خوړلو بندیز لګول شوی دی .