د ایران پرضد د امریکا بندیزونه به دوام ولري
فارس خبري اژانس وايي د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د کورونا وایروس د خپریدا په بهیر کښې د بایکاټونو د بندولو لپاره د نړۍ د هیوادونو غوښتنې ته له پام کولو پرته یوځل بیا په اوسنیو شرایطو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن د یواړخیزه او د غیر قانوني کړچار په دوام ټینګار وکړ .
هغه پرون په خبري کانفرنس کښې د کورونا وایروس له خپریدا سره په یووخت د ایران پرضد د بایکاټونو له لغو کیدا سره مخالفت وکړ .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وویل ایران به تر بایکاټونو لاندې وي تر هغه چې خپل کړچار بدل کړي .
هغه په لاسوهونکو څرګندونو کښې وویل د ایران ملت باید د خپل نظام د بدلولو په لړ کښې ګام پورته کړي .
ډیرو هیوادونو او نړیوالو ټولنو د کورونا وایروس د خپریدا په وخت کښې د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د ختمیدا غوښتنه کړي ده .
خو د امریکا حکومت په تیره بیا ولسمشر ټرمپ نه یوازې د ایران پرضد بایکاټونه کم کړي نه دي بلکې هغه یې زیات کړي هم دي .