ایټالیا کښې ۳۰۰۰ نور کسان په کورونا ککړ شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89170-ایټالیا_کښې_۳۰۰۰_نور_کسان_په_کورونا_ککړ_شول
زمونږ خبریال وايي د ایټالیا حکومت په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د درې زره (۳۰۰۰) نورو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2020 00:49 Asia/Kabul
  • ایټالیا کښې ۳۰۰۰ نور کسان په کورونا ککړ شول

زمونږ خبریال وايي د ایټالیا حکومت په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د درې زره (۳۰۰۰) نورو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .

د ایټالیا حکومت په هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر اولس زره او یوسل اویشت تنه اعلان کړ  چې دغه شمیر د دوشنبې له ورځې څخه شپږ سوه څلور تنه زیات شوی دی .

حاضردمه ایټالیا په اروپايي هیوادونو کښې له ټولو زیات کورونا ناروغان لري او په دغه هیواد کښې زیات کسان هم د کورونا له کبله مړه شوي دي .