چین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرې رد کړې
زمونږ خبریال وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژائو لي جیان د کورونا وایروس په هکله د پیکینګ د حقیقتونو د پټ ساتلو په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونې رد کړې .
هغه پرون په پیکینګ کښې په خبري کانفرنس کښې د کورونا وایروس په هکله د چین د حقیقتونو د پټ ساتلو په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو د څرګندونو د دروغ بللو په ترڅ کښې وویل چین لومړنی هیواد وو چې د کورونا وایروس خپریدا ته اړونده اطلاعات یې د روغتیايی نړیوالې ادارې ډبلیوایچ او ته ورکړل .
د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لي جیان د کورونا وایروس د موضوع د سیاسي کولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وویل د کورونا ناروغۍ په هکله د چین د نه شفافیت او د حقیقت د پټ ساتلو په هکله لیدتوګي بې اساسه او د نړۍ د خلکو له غوښتنې سره په تضاد کښې دي .
هغه ټینګار وکړ وایروس هیڅ سرحد ، توکم او ټولنیز نظام نه پیژندي او ټول هیوادونه باید د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي او د انسانانو د ژوند د بچولو لپاره هڅه وکړي او په نورو هیوادونو باندې د تور لګول او بې اساسه خبرې وایروس له مینځه نه وړي .