چین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89216-چین_د_امریکا_د_بهرنیو_چارو_وزیر_خبرې_رد_کړې
زمونږ خبریال وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژائو لي جیان د کورونا وایروس په هکله د پیکینګ د حقیقتونو د پټ ساتلو په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونې رد کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2020 23:50 Asia/Kabul
  • چین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرې رد کړې

زمونږ خبریال وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژائو لي جیان د کورونا وایروس په هکله د پیکینګ د حقیقتونو د پټ ساتلو په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونې رد کړې .

هغه پرون په پیکینګ کښې په خبري کانفرنس کښې د کورونا وایروس په هکله د چین د حقیقتونو د پټ ساتلو  په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو د څرګندونو د دروغ بللو په ترڅ کښې وویل چین لومړنی هیواد وو چې د کورونا وایروس خپریدا ته اړونده اطلاعات یې د روغتیايی نړیوالې ادارې ډبلیوایچ او ته ورکړل .

د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لي جیان  د کورونا وایروس د موضوع د سیاسي کولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وویل د کورونا ناروغۍ په هکله د چین د نه شفافیت او د حقیقت د پټ ساتلو په هکله لیدتوګي بې اساسه او د نړۍ د خلکو له غوښتنې سره په تضاد کښې دي .

هغه ټینګار وکړ وایروس هیڅ سرحد ، توکم او ټولنیز نظام نه پیژندي او ټول هیوادونه باید د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي او د انسانانو د ژوند د بچولو لپاره هڅه وکړي او په نورو هیوادونو باندې د تور لګول او بې اساسه خبرې وایروس له مینځه نه وړي .