امریکائي پوځیان دې له عربستانه بیرته وګرځي
د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې ګواښ کړی ؤ چې که عربستان د تیلو دنړیوالې بیّې د کمیدا لپاره کوم فکر ونه کړي ، نو له دغه هیواده به د تیلو د وارداتو لپاره ټيرف وضع کړي ،خو دغه ګواښ عملی شوی نه دی .
زمونږ خبریال د روئيټرز خبری آژانس له قوله راپور راکړ د امریکا د لوئيزیانا ایالت یوه جمهوری غواړي سناتور بیل کسیډي په مشرانو جرګې کې له سعودي عربستانه د امریکائي پوځیانو د بیرته ستنیدا بل وړاندې کړ .
بیل کسیډي پخپل دغه بیل کې وړاندیزکړی،چې ددغې مسودې له تصویبیدا دیرش ورځې وروسته باید امریکائي پوځيان له عربستانه بیرته وبلل شي .
هغه پخپل دغه پلان کې،له عربستانه د ټاډ او پيټریاټ توغندوي ضددفاعي سسټم د ویستلو هم غوښتنه کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې دوو نورو سناتورانو هم له دې مخکې په یوه ورته بل کې په دوو میاشتو کې له عربستانه د امریکائي پوځیانو او هم د توغندوي ضد دفاعي سسټمونو د ویستلو غوښتنه کړې وه .
بیل کسیډي په دغه بل کې له عربستانه د تیلو پر وارداتو د ټیرف دو ضع کولو په وړاندیز سره خبرداری ورکړی ، چې ددغه ه یواد دتیلو د وړاندې کولو زیاتیدا، د انرژۍ په بازار کې د امریکائي شرکتونو د سختو سیالیو لامل شوي ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې ګواښ کړی ؤ چې که عربستان د تیلو دنړیوالې بیّې د کمیدا لپاره کوم فکر ونه کړي ، نو له دغه هیواده به د تیلو د وارداتو لپاره ټيرف وضع کړي ،خو دغه ګواښ عملی شوی نه دی .